د وحی دقابلیت پیدا کول

د اویسی شاه مقصودی طریقت د مکتب د تعالیماتو پر اساس د انسان وجود یو مکانیزم لری چی د هغه عروج و لوړو مرتبو ته ممکنوی. پیغمبران ، اولیا او عرفا ددی عروج عالی نمونی دی.

د انسان بدن 13 الکترو مقناطیسی مرکزونه لری چی دا سلامتی او روحانی عروج ممکنوی. هر یو ددی 13 اصلی الکترومقناطیسی مرکزونه خاصی دندی لری اود الکترومقناطیسی او د عالم د انرژی د منبعو سره ارتباط لری.[1]

ددی مرکزو مهم مرکز په زړه کی دی. حضرت شاه مقصود صادق عنقا د اویسی طریقت یوڅلویښتم پیر دا د "زړه د غوټی" په نوم یاد کړی دی. دا د "زړه غوټه" په زړه کی ځای لری او دبشر دروحانی عالم او د خدای و ملکوت ته دروازه ده.[2]

فمن يرد الله ان يهديه يشرح صدره للاسلام‏

هر هغه څوک چی خدای غواړی هدایت ئی کړی او سینه د اسلام د پاره ورخلاصه کړی. انعام سوره(6) ایات 125.

ا فمن شرح الله صدره للاسلام فهو على نور من ربه فويل للقاسية قلوبهم من ذكر الله اولئك في ضلال مبين

ایا هغه چی خدای ئی سینه ور خلاصه کړیده د اسلام د پاره نو هغه دی د خپل خدای یوه نښانه او وای پر سنگدلانو باندی ځکه دوی دی په ښکاره گراهی کی د قران کریم د زمر سوره (39) ایات (22).

ان في ذلك لذكرى لمن كان له قلب او القى السمع وهو شهيد

پدی کی دی د هغه چاه د پاره یاداوری چی زړه لری او غوږ نیسی حال داچی دی دی شاهد. سورهٔ ق (٥٠)آیات37

_____________________________

1. Nader ANGHA, Theory "I", M.T.O. Publication, Riverside, CA, USA, 2002, p.138
2. Nader ANGHA, Hazrat Salaheddin Ali, Sufism The Reality of Religion, M.T.O. Shahmaghsoudi Publication, Washington D.C., USA, 2002, pp.52-53

قرآن