• ښځی ا وقرآن کریم

د اوستون سمیت "د نړی د دینونو"ترسرلیک لاندی کتاب کی داسی لیکی: "که موږ د ښځی مقام ته د تاریخ په اوږدو کی وگورواو د عربی ښځو مقام د حضرت محمد دمخه او د هغه وروسته وخت په نظرکی ونیسو، نو دا ادعا چی گواکی اسلام ښځی ته په سپکه سترگه گوری ، حقیقت نه لری او غلطه ده. قران کریم داد لور وژل په هغه شرایطوکی ممنوع کړل ، په کومو کی چی د لور زیږیدل یوه بدبخته پیښه وه .1 1

تاریخ پوهان وائی چی د قران کریم د نازلیدوپه وخت کی دا رواج وه چی کوچنی نجونی وروسته د زږیدو څخه به ژوندی ښخولی. ښځی او نارینه د ښځینه ماشوم په زیږیدو باندی خفگان کاوه . مگر قران کریم دا په ډاگه کړه چی د ښځینه ماشوم په زیږیدلو باندی خفگان ډیر ناروا کار دی (16 سوره 57 ـ 59 آیات). قرآن کریم په وار واری د دی کار په ضد موږ ته لارښوونه کوی او دا کار ثبتیږی او هر چیری وی محاکمه به سی . " ورک او پر غلطه لار باندی روان هغه کسان دی چی خپل اولادونه په لیونتوب او بیله پوهی څخه وژنی."(6 سوره 140 آیات).

قد خسر الذين قتلوا أولادهم سفها بغير علم.

دا د یادولو وړخبره ده چی ووایو چی دا اولادونو د وژولو منع کول د ښځو د ساتلو په لاره کی لومړی پرمختگ وه.

اوستون سمیت وائی چی " اسلام ددی غوښتنه کوی چی لوڼی دیوه تبعه په حیث د ښوونی ، انتیخاباتو او د مسلک حق لری. قرآن کریم ښځو ته د نارینوو سره مساوئ حقوق ورکوی.دا حقوق هغه وخت په لاس راتلونکی دی چی د زاړه عنعنات اورواجونه عصری سی.* 2

قران کریم په واروارتکراروی چی مسلیمون او مسلیمات، مومینون او مومینات "مسلیم نارینه او مسلیمی ښځی"او "عقیدمن نارینه او عقیده منی ښځی" یعنی د دواړو جنسو دپاره مساوی قوانین او قاعدی چلیږی.

إن المسلمين و المسلمات و المؤمنين و المؤمنات و القانتين و القانتات و الصادقين و الصادقات و الصابرين و الصابرات و الخاشعين و الخاشعات و المتصدقين و المتصدقات و الصائمين و الصائمات و الحافظين فروجهم و الحافظات و الذاكرين الله كثيرا و الذاكرات أعدّ الله لهم مغفرة و أجرا عظيما.

" په رښتیا سره چی مسلیم نارینه او مسلیمی ښځی، عقیدمن نارینه او عقیدمنی ښځی ، صادق نارینه او صادقی ښځی، حوصله لرونکی نارینه او ښځی، خاشیعه نارینه او ښځی، نارینه ذکات ورکونکی او ښځینه، نارینه او ښځی روژه نیوونکی،نارینه او ښځی فروج ساتونکی ،نارینه چی دخدای ذکرکوی او ښځی چی د خدای ذکر کوی، خدای تعالی ددوی بخښل او لوی اجر آماده کړی دی." (قرآن کریم 33 سوره 35 آیات)
(33:35)

قرآن کریم تکرارآ دا په گوته کوی چی جنس که نارینه او یا ښځینه وی ددوی پر روحانی حالت باندی کوم تا ثیر نه لری.دا حالت د یوه فرد په شخص عقیده او کړه وړه سره اړه پیدا کوی.

من عمل صالحا من ذكر أو أنثى و هو مؤمن فلنحيينّه حياة طيبة و لنجزينهم أجرهم بأحسن ما كانوا يعملون.

«هر څوک چی صالح عمل عقیده ولری که ښځه او نارینه وی ،ده ته موږ یو ښه ژوند ورکوو او په حقیقت سره دوی د دوی د ښه عملونو له رویه همهغسی ښه اجر ورکوو. ( قرآن کریم 16 سوره 97 آیات  
(16:97)

_____________________________

1. Huston Smith, World’s Religions, Harper San Francisco, 1986, p.166
2. Ibid., p.166

قرآن