غلط پوهیدل د ښځینه (مونث) عنصر په باره کی

په تطهیر او پرهیزکاری کی د پیل ټکی د انسان همیشنی کوښښ په کنترول او پر خپل نفس باندی بریالی کیدل دی. " نفس" په انسان کی د مادون سطحی څخه عبارت دی چی دی همیشه د دنیوی وساس او د هوسونو د ارضی کولو د پاره پورته کوی.

همدارنگه «نفس» د مونث عامل په څیر تعبیر سوی دی چی په خپل مکر سره د سپیڅلی روح د خفه کولو په تلاښ کی دی تر څو هعه مادونه مرتبی او دنیائی وساس ته واچوی . نومونه او عربی کلمی مونث او یا مذکر دی . دا د دی کبله چی په عربی کی د « نفس» کلمه مونثه ده او دا رنگه تعبیر یږی. *  [1] . ولی اصولا قران کریم دواړه هم ښځینه او هم نارینه د نفس کنترول او تادیب ته توصیه او امر کوی.

. د جامی یو شعر چی د «رابعه » په باره کی چی یوه عارفه او پارسا ښځه وه د دی مطلب څرگندونکی دی(په عربی کی لمر مونثه او سپوږمی مذکره کلمی دی):

که ټولی ښځی لکه «رابعه» وای لکه چی مووویل،
ښځی به تر نارینوو ستری وای؛
لکه څنگه چی د لمر پاره مونث شرم نه دی ،
او همدارنگه د سپوږمی د هلال د پاره مذکر افتخار نه دی *  [2]

انا ماری شیمل د اسلام د باطنی جهاتو په کتاب کی داسی وائی: د ټول غلطو تعابیرو برسیره او سوی تفاهمونو د ښځی پر ضد باندی مسلمانان هیڅ وخت د عیسویانو په هغه خشونت او کرکی په شدت پسی نه سی رسیدلای کوم چی ئی د قرن اوسطی په پیړی د ښځو پر ضد کیده .اسلام حوا د حضرت آدم په خطا ایستلو سره نه متهم کوی او په هغی باندی نیوکه نه کوی او د مسیحیانو دا ادعا چی مسلمانان ښځه بیله الهی روح څخه گڼی غلطه خبره ده نه یواځی دا چی دا خبره په قران او حدیث کی کوم اساس نه لری بلکه ددی برعکسه خبره صحت لری..*  [3]

قران کریم موږته همیشه وائی چی : « خدای تعالی ښځه او نر د یوه واحد نفس څخه جوړ کړیدی» 4 سوره 1 آیات او داچی وائی : « ای خلکو تاسی می د مذکراو مونث څخه جوړ کړاست او تاسی ښاخ ښاخ او تیره کړاست چی وپیژندل سی . او و خدای تعالی ته ستاسی پرهیزگاره محترم دی. په رښتیا چی خدای دانا او آگاه دی« ( 49 سوره 13 آیات ) موږ ټول ښځه او نر دیوه چینی او جوهری څخه جوړ سوی یو او دا خبره د ډیر اهمیت وړ خبره ده.

يأيها الناس إنا خلقناكم من ذكر و أنثى و جعلناكم شعوبا و قبائل لتعارفوا إن أكرمكم عند الله أتقاكم إن الله عليم خبير.

په روحانی عالم کی مذکر اومونث مطرح ندی ځکه روحانی عالم د مادی سطحی او سلولی ابعادو شاه ته دی . د ښځو د محدودیتونو په باره کی بحث کول د هری اجتماع په اقتصادی، سیاسی او فرهنگی عواملو پوری اړه لری او د دوی د کنترولو د پاره دی.

مولانا حضرت صلاح الدین علی نادر عنقا د اویسی شاه مقصودی طریقت پیر داسی فرمائی:
د سره گل خوش عطری جنسیت نه لری

_____________________________

1. Annmarie Schimmel, Mystical Dimensions of Islam, University of North Carolina Press, Chapel Hill, 1975, p, 112-113
2. Abdurrahman Jami, Nafahat al-uns,  Edited by M. Tauhidipur.  Tehran, 1957., Teheran, 1957
3. Annmarie Schimmel, Mystical Dimensions of Islam, University of North Carolina Press, Chapel Hill, 1975, p. 128-129

قرآن