اسلام
د اسلام اوصول
مسلمان څوک دی؟
لمونځ
د لمانځه باطنه واقعیت او ظاهره ارکان
ارمعنوی ارکان په عبادت کی
     ذکر : دخدای یادول
     د زړه حضور
     د لمانځه نورمعنوی ارکان

دعدل اصل

اعتدال او توازون

«خدای تعالی دی چی قران کریم ئی په حق او میزان سره رااستولی دی .»
قرآن کریم (سورۀ 42 شوری/ آیۀ 17)

« خدای تعالی آسمان اوچت کړی او میزان ئی کښیښود چی تاسی سر کښی په سنجش کی ونکړی او په صداقت سره سنجش وکړی او میزان مه کموی.»
قرآن کریم (سورۀ 55 الرحمن/ آیات 7 الی 9)

د عدل داصل څخه مو مقصد دادی چی پدی عقیده ولرو چی خدای تعالی عادل دی ، او دا چی خدای تعالی هر چاته د هغه د اعمالو او کړنلاری پر اساس جزا او سزا ورکوی. د عدل کلمه چه عمومی ډول ددوو شیانو د برابروالی په معنی ده. د برابری او مساواتو فکر دانصاف د رعایت او د خلکو د حقو قو تر پښو د نه لاندی کولو په معنی دی. نو په نتیجه کی د عدل اصل هم داسی معنی سوی دی چی د "خدای تعالی په عادلوالی "باندی عقیده درلودل ، د اعمالو او کړنی نه ضایع کیدل، ددقیق معیار درلودل یعنی نه کم او نه ډیر. او د هر شی ساتل پر هغه خپل ځای باندی دی.

ولی اسلام دغه لوی اصل یو ژور ارزښت او ژوره معنی لری او باید د هغه د حقیقت څخه خبر سو . که په دقت سره و کائناتو ته وگورو ، نو په آسانی سره وینو چی ټول کوری او دشمسی نظام سیاری په یوه پوره تعادل او توازون کی دی . هر یو په خپل مدار د لمر پر مرکزیت باندی راگرځی او دا تعادل څرنگه په کهکشانو کی حکم کوی. انسان هم د هستی په نس کی دی ا دوجود په قوانینو کی هم شامل دی . او دی زیار باسی چی د اعتدال وساتی. تعادل او وجودی توازون د یوه ثابته مرکزیت څخه حاصل کیږی . او هر اړخیزه تینگښت او ثابتیا تضمینوی . 1

« په رښتیا سره چی خپل پیغمبران می په نښانو سره درواستول، او د دوی سره مو کتاب او میزان درواستول ، تر څو خلک په عدل قیام وکړی .»
قرآن کریم (سورۀ 57 حدید/ آیۀ 25)

حضرت صلاح الدین علی نادر شاه عنقا داسی فرمایلی دی : « انسان یو حقیقی او جامعه واحد دی .» نو ددی کبله دهستی په قوانینو کی دی هم ورگډ دی . او بالاخره توازون او د وجود اعتدال دده د موجودیت په مرکزیت سته . دده د حقیقی «زه » د کشفولو د سنجش یو واحد او ثابته میزان د انسان په اختیار کی ورکوی ترڅو دی د افراط او تفریط څخه ډډه وکړی او د خپل د موجودیت بعدونه یعنی فیزیکی او روحانی بعد په یوالی او هر اړخیز ه ټولوالی سره وپیژنی او په عدل سره عمل وکړی .

« اعتدال په جاذبه کی د خپلواکتوب نقطه ده .»2

تمرکز او د قواوو په تجمع د زړه په ژوندی غوټه ( عقده حیاتی) کی ، چیری چی د اړتیا وړ هم آهنگی د روحانی بعد او لطیفه خواوو د پاره لاسته راوړی او د « عدل د اصل» حقیقت و هر چاته واقعیت کیږی .3

_____________________________
مآخذ:

1- Molana Salaheddin Ali Nader Angha, Theory "I" (Riverside, CA: M.T.O. Publications, 2002) pp.103-105
2- Molana Salaheddin Ali Nader Angha, The Secret Word (Lanham, MD: University Press of America, 1989) p.20
3- Molana Salaheddin Ali Nader Angha, Theory "I" (Riverside, CA: M.T.O. Publications, 2002) p.160



بیرته شاته | اصلی پاڼه | لوړ | د مستقیموافاضاتو برخه | د مکتب سره تماس


د اویسی شاه مقصودی طریقت مکتب ®

د اسلامی عرفان ښوونځی ®


د مکتب وب سایت

د اویسی شاه مقصودی طریقت مکتب
داویسی شاه مقصودی طریقت مکتب د (اسلامی عرفان ښوونځی) یو مذهبی او غیر تجاری سازمان دی چی هدف ئی د دین د واقعیت او د اسلام د لوړو تعالیماتو د حقایقو اعلانول او د حقیقت دلاری د طالبانو او لټونکو د زده کړی او لارښوونی دنده په غاړه لری.
خانقاوی

قرآن

د قرآن ویب سایت

تمرکز

د تمرکز ویب سایت

فعالیتونه

. MTO Sufi Associations
. MTO Sufi Society
. MTO College
. MTO Holistic Health Center
. MTO Sufi Psychology

نشرآت

. MTO Publications
. MTO Printing



د ژبی انتخاب
آلمانی
انگلیسی
عربی
چینی
دنمارکی
اسپانیایی
فرانسوی
عبری
هندی
مجارستانی
ایتالیاوی
ناروژی
اردو
پښتو
فارسی
پرتگالی
روسی
سویډنی
ترکی