کور
دعرفان اوسنی استاد
مکتب طریقت اویسی شاه مقصودی ®
دعرفان تېرو استاد تعليمونو د
عرفان اوسنی استاد تعليمونو د
ير لوستل

عبادت واقعیّت

د باطن د اهل د خدمت بیناوی څلور دی :

  • ـ په حضرت حق کی عبادت کول
  • ـ موحد زړه
  • ـ ریښتیا ویوونکی ژبه
  • ـ صالح عمل

لکه مسکین د مزدوری په شرط سره بنده گی مه کوه

احضرت علی علیه السلام داسی ویلی دی : " ستا می د جنت د شوق او یا د دوږخ د بیری په خاطر عبادت نه دی کړی ،بلکه ته می د عبادت لایق او سزاوار وبللی او هغه وخت می ستا عبادت وکړی."

پوره او کامل شیخ بهاوالدین محمد عاملی( 1620 ـ 1545 میلادی/ 1030 ـ953 هجری قمری) د شیخ محمد مومن سبزواری د مریدانو د وینا سره پدی باره کی داسی ویلی دی:

 
ددین د اهل دین عبارت د ی په عبادت کی دحق څخه د خواست لږول .
 
د حدیث دمخه د څه شی عبادت کوی ای فقیره *** د شاه مردانو څخه زده کړه کلام!
 
د اجر د کبله عمل د سترگو ړوندواله دی *** د گټه په طمع اطاعت مزدوری ده
 
دغه گروپ د خادمانو مزدوران دی ***د مزدوری خدمت کله لری شکوه
 
هر عابد چی د اطاعت اجر وغوښته ***که ئی ته نوم عابد ایږدی، دا خطا ده

حضرت مولانا شاه مقصود صادق عنقا داسی فرمایلی دی : انسان د حق تعالی د توحید خاص زړه لری، د شهادت خاصه ژبه او عبادت مخصوص امکانات او دی په عبادت کی د څلورو امرونو څخه سر نه سی غړولای .

  • ـ هغه علم چی دی د خطا څخه راگرځوی.
  • ـ هغه ذکر چی دده مونس او مجالس وی .
  • ـ سپیڅلی اومستقیم فکر چی دده د سلوک د سیر همقدم وی .
  • ـ هغه زهد چی بیله الله څخه ټول ترک کړی.

 


1-Hazrat Molana Shah Maghsoud Sadegh Angha, Al-Salat: The Reality of Prayer in Islam (Riverside, CA: M.T.O. Publications, 1998): pp.10-12.