|
|
ددین یوالی نسته خدای بیله الله څخه۰ د ټولو دینو بنسټ ﭗریوه اصل باندی ولاړ دی او هغه د خدای تعالی یواځینیتوب دی۰ﭗیغمبرانو الهی زیری ﭗری انسانانو باندی کړیدی چی خدای یواځینی دی او هر انسان کولای سی چی هغه وﭗیژنی ۰ نوکه یوواقعیت او یو خدای دی نو بیله شک څخه به یو دین موجود وی۰ نو د دینو د کلیمی مفهوم څه دی او ددین واقعیت څرنګه دی؟ د ﭗیغمبرانو تعالیمات لکه د حضرت موسی٫ حضرت عیسی٫ او حضرت محمد (ص) یو د بل سره ضد یت نه لری بلکه ټول ﭗیغمبران خلک د خدای و ﭗیژندنی ته هداېت کوی او لوړو مرتبو ته د انسان د عروج تعلېم ورکوی۰ ﭗه بل عبارت سره د لوړ دینو تر اساسی اصولو تر منځ کوم تو ﭗېر نسته بلکه توﭗیر ﭗه فردی او ټو لنیزی اخیستنی ددین د واقعیت او ﭗه اجتماعی تحلیلوکی سته ۰ دا روښانه خبره ده چی ټولو ادیان یواځی د خالق ﭗه وجود باندی عقیده لری٫ ولی د ﭗیغمبرانو د تعالیماتو څخه د تاریخ ﭗه اوږدو کی غلﻂې اخیستنی ددینو تر منځ د تفرقی ٫ جګړی او جنجال رامنځ ته کړی دی مولانا حضرت صلاح الدین علی نادر عنقا ٫ اویسی ﭗیر د هغه شخص ﭗه ځواب کی چی غوښتل یۍ ددین ﭗه واقعیت وﭗوهیږی داسی فرمایۍ:٭تراوسه ﭗوری څو جګړی او جنګونه ددین تر نامه لاندی سویدی ؟ ﭗه دی حاضر وخت کی څو جګړی روانی دی؟ او وروسته یې وفرمایله : ٭ ددین واقعیت یو دی ۰ که تاسی خدای وپیژنی او دین ستاسی د پاره واقعیت دی ٫ که نه هر هغه څه چی تاسی لری هغه ستاسی تصورات او جوړونی دی ۰ په اصل کی یو واقعیت ٫ یو خدای او یو دین وجود لری۰٭ هر پیغمبر ددین دپیژندنی یعنی د واقعیت یوه یواځینی مرتبه تعلیم ورکړیدی۰ دین په اصل کی یو واقعیت دی که څه هم انسان دا واحد دین پر دینو باندی ویشلی دی۰ او هر یو ددینو څخه بیا پر ډیرو بیلابیلو ښاخو باندی تقسیم کړی دی ۰ ولی ددین اصلی جوهره هغه یواځینی واقعیت دی چی دری مرتبی لری: لومړی مرتبه ـ قانون او یا شریعیت دی چی د هر فر او ټولنی د نظم او انضباط د رواستلو د پاره ضروری دی۰ د دین دا مرتبه د حضرت موسی په تعالیماتو او یهودی دین کی وړاندی سوی ده۰ حضرت موسی قانون تر لاسه کړی او دلسو فرمانو په څیر یې وا انسانانو ته ورو پیژانده تر څو افراد د هغه څخه په کار اخیستلو سره نظم او هم آهنګی په خپل ځان او ټولنه کی راولی او لازمه چمتووالی موعودی مځکی ته د موندولو لاره پیدا کړی۰ ولی دده پیروانوپه قانون باندی عمل ونکړی او هغه یې تر پښو لاندی کړی۰ دوهمه مرتبه ـ د طریق او لاری ده ۰ پدی مرتبه کی د قوانینو اجرا کول د روحانی عروج او د ثانوی زیږیدنی د پاره دی ٫ کوم چی په مسیحت او په حضرت عیسی کی متجلی سویدی۰ حضرت عیسی وویل چی زه د پیژندنی لاره یم ٫ زه د قیامت واقعیت او ثانوی زیږیدل یم او تاسی و پلارنی ملکوت ته راهنمایې کوم ۰ دده پیروانو هم دده په تعالیما تو باندی عمل ونه کړی ٫ دننه سیرته حاضر نه وه بلکه دده د صلیب کولو سبب هم وګرځیدل۰ اخیره مرتبه ـ د حقیقت موندل دی ۰ اسلام د الهی عروج ته هغه اخیره مرتبه متجلی کوی چیری چی د یوه څاڅکی محدودیت ماتیږی۰ او په دریاب کی فانی کیږی۰ او په بل عبارت سره څاڅکی ودریاب ته ورتسلیم کیږی او دیواځنیتوب اصل را څرګندیږی۰ اسلام یعنی و مطلق واقعیت ٫ خدای ته تسلیم کیدل۰ دلته دی چی انسان د عشق په جډبه د شهود او یقین پر بنسټ ذاتی علم او الهی پوهی ته تسلیم اود «زه » مستتر سی او د خپل وجود په کومی کی د زړه په کعبه کی د خدای په یواځنیتوب شاهد سی ٫ او نور نو بیا بله فاصله نسته دوه والی د منځه ځی او دی په جسم او جان او ژبی سره د خدای په یواځنیتوب باندی شهادت ورکوی۰ د اسلام د پیغمبر تعالیمات د یواځنیتوب پر اصل باندی ولاړ دی۰ د قران کریم دا لاندی ایات د یواځنیتوب د اصل په دینو کی په څرګنده سره تعلیم ورکوی: « ووایه چی ایمان مو راوړی په خدای باندی او هغه څه چی پر موږ باندی نازل سوی ٫ او هغه څه چی پر ابراهیم ٫ اسماعیل ٫ اسحق ٫ یعقوب او اسباط او هغه څه چی ورکول سوه موسی ٫ عیسی او د هغو د خدای وپیغمبرانوته ۰ ددوی تر منځ توپیر نه کوو او موږ یو دده پاره اسلام روړونکی » ۳ سوره ۸۴٫ ایات ۰ « هر څوک چی وغواړی بیله د اسلام څخه یو دین ٫ هیڅ وخت به قبول نه سی دده څخه او دی دی په آخیرت کی د زیانکارانو څخه۰ ۳ سوره ٫ ۸۵ ایات۰ همدارنګه لکه د یهودیت او مسیحیت د غلطی زده کړی او محدودی قومی او اجتماعی اخیستونو قربانی سویدی او هغه څه چی نن ورځ د اسلام په نامه پاته دی د هغه د حقیقت څخه ډیر لیری دی۰ عرفان د محدودو غلطو زده کړو او غلطو اخیستونو ددین څخه پر ضد راپورته سوی دی او دغه غلطی زده کړی نه قبلوی ۰ عرفان موږ ته رازده کوی چی اجتماعی دینونه او کورکورانه ایمان ددین واقعیت ندی او ددین حقیقت باید د طریق ٫ مشاهده او الهام د لاری کشف سی۰ په بل عبارت سره د عرفان لاره هغه لاره ده چی پیغمبران د هغی طریقه د خپل ځان د موجودیت د حقیقت په پیداکولو بریالی سویدی په عرفان کی قانون او یا شریعیت لکه یو کښتی دی چی لکه یو وسیله په دریاب کی او لاری د وهلو د پاره ده ۰ تر کومه وخته پوری چی کښتی په وچه کی وی پکار نه راځی ۰ دریاب د لاروهلو او دننه سیر د سالک د کشف په خاطر یوه نښانه ده ۰ سالک خپل روحانی سفر شروع کوی تر څو په دریاب کی مروارید ته یې لاس ورسیږی ۰ مروارید د حقیقت څرګندوی دی ٫ د حقیقت نورانیت او ځلا ٫ دزړه په یقین او شهود کی را څرګندیږی او هلته دی چی ددین حقیقت د انسان د پاره واقعیت پیدا کوی او حضرت محمد (ص) د فرمایش د رویه د خدای پر یواځنیتوب باندی شهادت ور اشهدان لا اله الاالله » ما کذب الفواد مارای» ( زړه هغه څه چی یې ولیدل نه یې تکذیب کوی) |