|
|
ددماغ (مغز) او زړه اتحاد مولانا حضرت صلاح الدین علی نادرعنقا د او یسی پیر داسی فرمائی: " انسان یو حقیقی او جامع واحد دی " او " د حقیقی «زه » کشف چی د مکنون علم سر چینه په انسان کی ده ، دی د خپل ځان پیژندنی تگ او سفر ته تیاروی تر څو انسان پدی باندی قادر سی چی خپل ځان په یوه کلیت او هراړخیزه یواځنیتوب کی وپیژنی". عرفان د انسان د وجود پر پیژندنه باندی هراړخیز ټینگار کوی. د هر انسان ټول جسمانی او روحانی ابعاد ، دماغ او زړه ، ظاهر او باطن باید د هغه د پاره کشف او وپیژندل سی. عرفان روحانی او دماغی جلاوالی نه منی ، بلکی د دغو دوو تر منځ حقیقی او صحیح اړیکی او یوه بډایه چینه را منځ ته کوی تر څو انسان خپل واقعیت په یوه کلیت او یواځنیتوب کی وپیژنی. .' " هغه لار چی د زړه څخه دماغ ته کښل سویده دداسی اړیکو دپاره د یوه هر اړخیزه هم آهنگی ضرورت سته چی د هستی د جاذبی د میدان په لاسته راوړو چی د « زه » د مرکزیت د لاری امکان لری . داویسی شاه مقصودی طریقت د مکتب د ښوونی له مخی بشر ذاتآ د حقیقت د موندلو دپاره د یوه مخکی له مخکی جوړسوی مکانیزم درلودوونکی دی. دانسان بدن 13 الکترو مقناطیسی مرکزونه لری، کوم چی دده ژوند او سلامتی د ماورا لطبعیه او په روحا نی بعد کی تضمینوی. ددی ټولو مهم مرکزپه زړه کی دی . حضرت پروفیسورصادق عنقا هغه د ( د زړه ژوندی غوټه ) او یا په بل عبارت (زه) بللی دی. کوم وخت چی انسان د یوه حقیقی واحد تر سرلیک لاندی ، د عالم د مرکزیت د کشف د لاری، د خپل شخصیت په پیژندلو وتوانیږی ، نو لازمه هم آ هنگی په لاس راوړی اود جاذبی میدان د لاری د هستی د جوهر او حقیقت سره تړل کیږی. د عرفان په ښوونو کی د غه د جاذبی میدان او یا په بل عبارت د نه لیدونکی انرژی په اصل کی یو مقناطیسی ډگر دی چی هر شخص د فرضی محدود وو څخه د خلاصون اود توازون او هم آهنگی د لاسته راوړو په نتیجه کی په خپل موجودیت کی کشفوی . اود هغی د لاری د ټوله هستی د جاذبه د ډگر او انرژی سره تړل کیږی . د عرفان په ښوونو کی د دی جاذبی د ډگر نوم ( عشق ) دی اوپه اصل کی د عشق واک دی چی جز د کل سره تړی. مولانا شاه مقصود عنقا داسی فرمائی: " عشق د هغه الکترومقناطیسی واک څخه عبارت دی کوم چی د لاهتناهی نړی او جز او کل سره تړی او د نفوذ وړ دی ." همدارنگه د عشق جاذبه ده چی د انسا ن ظاهر او باطن یو دبل سره پیونده وی او د ثقالت ( کلکوالی ) څخه ولطافت ته تگ ممکنوی. . د انسا ن موجودیت، ( زه ) یعنی د هغه وجودی مرکزیت داسی کار کوی لکه یو ه آهنربا، یعنی د غه سلولی توده په خپله جذبه کی راولی او دهستی د عشق ، انرژی او جذبی څخه ئی ډکوی. د زړه ژوندی غوټه یا په بل عبارت د فیزیکی او روحانی دو عالمو د اتحاد او یواځنیتوب مرکز په انسان کی په یوه پټ حالت کی دی ، کوم چی د عبادت اوځیر کیدو ( تمرکز ) د لاری را څرگندیږی. د خپل ځان پیژندنی په سفر کی د روحانی پیر او یا په بل عبارت د عارف حضور ، د پیژندنی او د انسان د واقعیت د موندلو او د هغه و آسمانی او ابدی بعد ته دلاری د کشفولو د پاره ضروری دی . عارف د علم او واقعیت د کشف مقام ته رسیدلی دی او پدی واکمن دی چی سالکینو ته د خپل ځان پیژندنی په لاره کی لارښوونه وکړی او هغو ته دا ور زده کوی چی څرنگه پر خنډونو او ستونځو باندی بریالی سی او د خپل ځان واقعیت وپیژنی .شیخ صفی الدین اردبیلی د اتمی پیړی عارف داسی فرمایلی دی: " باید وپوهیږو چی که د حق د مردانو (میړنو)سره تگ او راتگ ونه سی ، د سالکانو د زړو څخه حجاب نه پورته کیږی . هر طالب چی په خپل خیال او وهم کی لاره وهی نو په هغه خیال کی به ورک سی. د تن ډوډی د عناصرو او اثیر څخه ده او د روح ډوډی د زړو د خاوندانو د روښانه ضمیر څخه."
1. Hazrat Shah Maghsoud Sadegh Angha, Message from the Soul 2. Hazrat Shah Maghsoud Sadegh Angha, Hidden Angles of Life (Pomona, CA: Multidisciplinary Publications, 1975) p.60 |