|
|
دهماهنگی اصل اکثرا داسی تصور کیږی چی دانسان او هستی د حقیقت تر منځ یوه د مادی اوانرژی او یا په بل عبارت د بشر او خالق تر منځ واټن او بیلتون موجود دی . ولی په اصل کی بیلتون او واټن موجود نه دی ، مگر څه چی موجود دی هغه د همآهنگی او هم سطحی نشتوالی دی . او دا کار مجازی واټن رامنځ ته کړیدی . او د واقعیت پیژندل ئی نا ممکنه کړی دی . انسان فطرتآ همآهنگی او وجودی اعتدال لری. ولی د فرضی محدودتونو له کبله چی په خپل فکر کی ئی راجوړکړی دی ، نشی کولای چی خپل اصلی هویت لکه څنگه چی دی وپیژنی. ولی د فرضی محدودتونو له کبله چی په خپل فکر کی ئی راجوړکړی دی ، نشی کولای چی خپل اصلی هویت لکه څنگه چی دی وپیژنی. هغه شیان چی انسان د خپلو حواسو څخه په کار اخیستلو سره نسی پیداکولای نو دی دا شیان د اوریدلو او لیدلو وړ نه گڼی .او محدودیت د قانون په توگه سره پیژنی . او د هغه شیانو په ردولو سره راپورته کیږی. حال داچی دا نا همآ هنگی یوه ستونځه ده . زموږ حواس هر یو خپل ځانگړی څرنگوالی لری. دوی کولای شی چی نور ، ږغ ، بوی او تودوخه درک او تشخیص کړی. ولی هغه شیان چی موږ ئی د حواسو څخه په کار اخیستلو سره په محدودیت کی تجربه کوو اود نور ، ږغ ، بوی او تودوخه په نوم سره ئی پیژنو په اصل کی په بیلا بیلو امواجو سره موجونه دی. اوږده موجونه د تودوخی او گرمی په څیر او لنډ موجونه د ږغ او نور په څیر را څرگندیږی . د انرژی څرگندوالی بیا د بیلا بیلو موجوونو د اوږدوالی ، د حواسو د استعداد او اخیستوونکی په نسبت را ښکاره کیږی. ولی هغه اصله انرژی یا په بل عبارت قابلیت ثابت او بیله تغیر څخه دی . موږ دحواسو څخه په کار اخیستلو سره ددی مطلقه انرژی یوه برخه تجربه او تشخیصولای سو . د همآ هنگی لاسته راوړل د قوتونو د را غونډولو او هغو د ځیرکیدو پواسطه د " زه " په مرکز کی حاصلیږی او یا په بل عبارت د " ژوند غوټی " ته په زړه کی رجوع کول دی ، یعنی هغه مرکزی ټکی ، کوم چی د لومړی ځل د پاره ئی خپل ژوند په مادی توگه د امکان په مرتبه کی راڅرگند کړ. د قوتونو د را غونډولو ځای د زړه په مرکز کی دی چی لازمه همآهنگی او د ژوندون حرکت رامنځ ته کوی. د مثال په توگه د هغه تگی یا ډبری د لیری کولو د پاره چی پر سړک باندی ئی لاره بنده کړیده باید ټول قوت د ډبری د ثقل پر مرکزباندی راوړو، تر څو وکړای سو چی دا ډبری ته حرکت ووکړو. په همدی ډول باید د قوتونو په راغونډولو او ځیرکیدو سره د " زه" په مرکزیت کی د محدودیت دیوارونه وران کړو ، تر څو انسان لازمه همآهنگی تر لاسه کړی او وکولای سی چی خپل لطیفه نړی پیدا کړی. د عرفان د تعالیماتو پر بنسټ او ځانگړو لارو څخه په کار اخیستلو سره لکه ځیرکیده ، ذکر( د دوست د مخ د ښکلا یادول) او په لمانځه سره کولای سو چی خپل قووتونه راغونډ او مرکزیت ورکړو او خپله موجوده فطری همآهنگی تر لاسه کړو ، خپله د موجودیت لطیفه او نازکه نړی وپیژنو او په خپل ژوند کی د تعادل او توازون څخه گټه واخلو.
Source: Molana Salaheddin Ali Nader Angha, Theory "I" (Riverside, CA: M.T.O. Publications, 2002): pp.110-112. |